



د پاکستان د علماوو شورا مشر محمدطاهر اشرفي د وزیرستان او بلوچستان په سیمو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي: «د پاکستان پر وړاندې فتنه د افغانستان له خاورې څخه پیلېږي.» نوموړي له پاکستان څخه غوښتي، چې د ځان پر وړاندې د افغان خاورې د کارونې مخه ونیسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د جورجیا او اذربایجان پولې ته نېږدې د ترکیې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. طالبانو د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت هم ویلی دی.
د «خود جوش» په نوم د افغانستان د معترضو ښځو خوځښت نن سې شنبه (د لړم ۲۰مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو له هغې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی، چې له مخې يې په هرات کې ښځينه کارکوونکې او ډاکترانې د ځانګړي پوښښ اغوستلو ته اړ اېستل شوې دي.
په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوه لیک کې له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ وځنډوي یا یې لغوه کړي. د دې لیک لاسلیک کوونکو ویلي دي، چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي
د طالبانو د افغان سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د اسلامي همکاریو صندوق د کونړ له زلزلهځپلو سره د ۱۰۰زره ډالرو نغدي مرسته دوی ته سپارلې ده. طالبانو د دغه سازمان مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې مرسته به په شفاف ډول اغېزمنو کورنیو ته وسپاري.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر اعلان وکړ، چې هېواد یې د داعـ.ـش ډلې او "ترهګرۍ" خلاف له نړیوال ایتلاف سره یو تړون لاسلیک کړی دی. حمزه مصطفی وویل چې دا تړون یوازې سیاسي اړخ لري او تر اوسه پورې هیڅ منظم جز پکې شامل نه دی.
د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې طالبان پښتنو نه دي رامنځته کړي، بلکې د پنجاب پالیسي جوړوونکو وروزل.
د طالبانو د خوست والي د ځوانانو یوې ناستې ته ویلي،چې له تېرو تېروتنو او «بریاوو» باید زده کړه وشي. عبدالله مختار وايي، چې که ځوان قشر بېپروا او بېموخې پاتې شي، ملت به له زوال او شاتګ سره مخ شي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان اوسنی جګړهییز وضعیت د دغه هېواد د دوهمخو تګلارو پایله ده.
د طالبانو ویاند وايي چې کابل ښاروالۍ په سږني مالي کال کې د کابل ښار لپاره ټولې ۲۵۸ پروژې پلان کړې وې، چې مجموعی مصرف یې ۸،۱۲ میلیارده افغانۍ دی. ذبیح الله مجاهد وايي له دغو پروژو ۱۷۰ تکمیل شوې دي او نورې تر کار لاندې دي.
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې جګړه د پاکستان لویو ښارونو ته غځېدلې ده. صالح وايي، چې پاکستان لا هم پخوانۍ تېروتنې تکراروي، خو رېښې یې نه مني. نوموړی وايي، اسلام اباد جهاد د خپلو ملي ګټو د تامین وسیله ګڼلې ده.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، چې د احمدشاه بابا د کور اړوند ساحو د دوهمې پروژې ترميماتي چارې په چټکۍ روانې دي. د احمدشاه بابا د کور د بيارغونې چارې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري پيل شوې، چي د دوهمې برخې تر بشپړېدو وروسته به پرانېستل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کالج برید او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځانمرګی برید غندلي او پر دې پېښو یې خواشیني ښودلې ده. په اسلام اباد کې د ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.