طالبان وايي، تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۵۰۰زره ټنه انتقالات شوي دي

۱۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د تلې په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳زره او ۵۰۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه انتقالاتو ۹۷۱ ټنه یې صادرات و چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې موده کې د حیرتان له لارې ۳۵۱زره او ۶۸۱ ټنه، د اقینې له لارې ۲۷زره او ۲۵۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۶۸زره او ۱۶۵ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۴۶زره او ۴۰۳ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال ۴۹۲زره او ۵۳۶ ټنه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د روان کال د وږي په میاشت کې بیا د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۲۱زره او ۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي وو چې ۱۹۴۶ ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تر دې وړاندې ویلي و، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د انتقالاتو کچه ۲۱۸۱۵۴۴ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره؛ د تېرو شپږو میاشتو په انتقالاتو کې تېل، اوبلن ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ودانیز توکي هېواد ته وارد شوي او دارنګه وچه مېوه، د انارو جوس، کاني ډبرې او کچالو له افغانستان نه بهر ته صادر شوي دي.

نور خبرونه

رادیو