له هغه وروسته چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې نوي اقدامات پیل کړل. په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، چې په بېلابېلو برخو کې پرې فشارونه زیات شوي او دوی یې له جدي ننګونو سره مخ کړي.
د اسلاماباد په افغان مېشتو سیمو کې ځینې افغانان وايي، چې ورځ تر بلې پر دوی د پاکستان حکومت فشارونه مخ پر زیاتېدو دي او هیڅوک یې غږ نه اوري. د اسلاماباد په ګلبرګ ګرین ښارګوټي کې مېشته افغان کډواله کریمه عزیزي وايي، پاکستان له یوې خوا دوی ته د ویزو موده نه غځوي او له بل پلوه یې د ژوند کړۍ پرې تنګه کړې ده.
هغه وایي:« موږ هېڅ نهپوهېږو چې څه وکړو؟ ویزې نه راکوي، افغانستان ته نهشو ستنېدای، نورو هېوادونو ته مو هم د تګ کارونه نهکېږي او له ټولو ځورونکې خو دا ده، چې ټول دغه وضعیت ګوري؛ خو هیڅوک مو غږ نه اوري.»
د اسلاماباد په یوه بل ښارګوټي کې مېشته افغان خبریاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، ډېری وخت د پولیسو له وېرې له کوره دباندې وخت تېروي. هغه وایي:« په دې وروستیو کې هره ورځ پولیس زموږ ښارګوټي ته راځي. له راتګ وړاندې یې له کوره وځو تر هغې چې بېرته نه وي تللي په لارو، کوڅو او پارکونو کې سرګردانه او لالهانده ګرځو. اوس خو یې تازه د کورونو خاوندانو ته هم خبرداری ورکړی، چې افغانان باید له کورونو وباسي نهپوهېږم چې تر کله به وضعیت داسې وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان د پنجاب ایالت سر وزیرې مریم نواز ویلي، له بېاسناده افغان کډوالو سره د کاروبار کوونکو کسانو سره به «قانوني چلند» وشي. نوموړې له ځايي خلکو غوښتي، چې افغانانو ته کور او یا هټۍ په کرایه ورنه کړي.
په اسلاماباد کې د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو پر دوام تازه بېګا شپه د فیصل په نامه ښارګوټي کې پولیسو علمیات کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه افغانان نیولي دي.
له بل پلوه د پاکستان دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د چمن له لارې هره ورځ له درېیو تر څلور زرو پورې کډوال افغانستان ته ستنېږي. د یادې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې تر دې دمه ۱۵لکه ۱۴زره او ۳۸۴ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو چارو نړۍوالو ادارو او د بشري حقونو بنسټونو د پاکستان له حکومته په وار، وار غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي؛ خو د پاکستان حکومت د خپل دریځ د بدلېدو پرځای د افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات پراخ او چټک کړي دي.

