



د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې نن د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ څلورمه لوبه پیل کړه. افغان لوبډلې د یادې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د ایران د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي وحید شمسايي د اسلامي هېوادونو د یووالي جام په لوبو کې د افغانستان د فوټسال له لوبډلې سره د لوبې له مساوي کېدو وروسته بښنه غوښتې او وايي چې افغان لوبډلې په لوړه انګیزه لوبه وکړه.
د مویتای افغان لوبغاړی شاهین افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ویلي، چې هغه به د LWC Super Champ سیالیو کې د خپل ایراني سیال پوریا ولي پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالۍ په لړ کې نن پنجشنبه (د لړم ۱۵مه) د کابل په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو د ایران پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
د خوست او پکتیا خلکو د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډلې د اتلانو هرکلی په بېساري مینې او احساس وکړ. د دغو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي د خپلو اتلانو د لیدو لپاره راوتلي وو او د هغوی د لاسته راوړنو نمانځنه یې وکړه.
د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالۍ تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې پیل شوې. د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د ۳ـ۰ په توپیر د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه.
د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې نن د بنګلهدېش د ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو لوبلړۍ درېیمه لوبه پیل کړه. دغه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په ۷:۳۰ بجو پېل شوې.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس وایي، د عزیزي سوداګریز ګروپ مشر میرویس عزیزي د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د یوې غونډې پر مهال وستایله او د یو میلیون افغانیو جایزه یې هم ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې«لویان»د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجکستان لوبډله د ۵ پر وړاندې په ۹ ګولونو ماته کړه.
د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډله له ترکیې سره لوبه کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه بجو پیلېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جناتن ټراټ او د توپوهنې روزونکي انډریو پوټیک دندې به تر ټاکل شویو نیټو وروسته، پای ته رسېږي.
د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ د هند د نوې ممبۍ په لوبغالي کې تر سره شوې، چې ۸ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرېکټ لوبډلې ته په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د ۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې درې ـ صفر په خپله ګټه پای ته ورسوله.