



د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې د «لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د ژبني اصلاح» کمېسیون د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه زیاتې تابلوګانې او لوحې په ژبني لحاظ سمې کړې دي.
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد وتلی فلمي لوبغاړی او فلم جوړوونکی ګووردهن اسراني چې په «شعلې» فلم کې د بندیخانې د چارواکي په کومېډي رول سره مشهور شوی و، د اوږدې ناروغۍ له امله په ۸۴ کلنۍ کې مړ شوی دی. دغه هندي کومیډین په افغانستان کې هم ځانګړي او ډیر مینوال لرل.
یو شمېر ازبک فرهنګپالو او فعالانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځله. دغه غونډه د ازبکستان د سفیر، د طالبانو د چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو، ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
په لندن کې د رواني روغتيا ملاتړ سازمان د افغانستان ازاد پوهنتون او د ښځو د دوو نورو بنسټونو په همکارۍ د«رواني درملنه او د کلتوري ریښو درناوی» په نوم یوه نړۍواله غونده ترسره کړه.
د طالبانو د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي چې ددغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې یوه لرغونې سمڅه موندل شوې، چې پنځه پیړۍ تاريخي مخینه لري. له دې سمڅې څخه د خټینو لوښیو او د ډبرینو ډېوه لوښیو ټوټې موندل شوې دي.
د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د «کانتربري ستره مذهبي مشره» ټاکل شوې ده. د «کانتربري انګلیکن کلیسا د مشرۍ څوکۍ» د بریټانیا د رسمي کلیسا تر ټولو لوړ روحاني مقام بلل کېږي.
د بالیووډ مشهورې جوړې ابیشېک بچن او اېشوریا رای بچن په محکمه کې د ګوګل او یوټیوب پر ضد شکایت کړی دی. د هندي رسنیو په وینا؛ ابیشېک بچن او اېشوریا رای بچن په ګوګل او یوټیوب تور لګولی، چې د اې ای پرمټ د دوی جوړ شویو ناسمو عکسونو او ویډیوګانو ته یې د خپرېدو اجازه ورکړې ده.
د نورستاني-پاروني ژبې لپاره د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري په رسمي ډول الفبا توري وټاکل شول، چې د خوښۍ په پار یې د جمعې په ورځ د مرکز پارون اړوند په«پرونس»کلي کې یوه غونډه هم جوړه شوه. د غونډې وینا والو د هیواد د بېلابېلو ژبو موجودیت د دې وطن ښکلا او بډاینه وبلله.
نړۍوال بانک په خپل میاشتني راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد اقتصادي راتلونکی له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی.
د امریکا د سینما نامتو افسانوي ستوری، د اسکار جایزې ګټونکی فلم جوړونکی او د خپلواکې سینما او چاپېریال ساتنې تکړه ملاتړی رابرټ رېډفورډ په ۸۹ کلنۍ کې مړ شو.
د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ اړوند تیراه دره کې د اپریدو قومي مخورو د یوې پرېکړې له مخې؛ د هغه دوه ځوانانو کورونه سوځولي، چې څه موده وړاندې یې د ځايي نجونو ویډیوګانې تر ثبت وروسته په خواله رسنیو خپرې کړې وې.
د ایران په شېراز کې د افغان کډوالو فرهنګي نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان په استازیتوب اته غرفې اېښودل شوې وې، چې پهکې بېلابېل فرهنګي او کتلوري توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.
د تېر جمهوري نظام پر مهال په ایران کې د افغانستان سفیر او شاعر عبدالغفور لېوال د طالبانو د مشاعرو تنظیم قانون په تړاو چې ورسره شاعران د شعر لیکلو په برخه کې محدود شوي، وايي: «په جهل او خرافاتو اخته کول د ښکېلاک معاصره وسله ده.»