د کندهار ولایت له مرکزي زندانه د ښځو په ګډون ٢٤٨ بندیان خوشې شوي او د ٤٢٩نورو د بند موده کمه شوه. دارنګه د سمنګان له مرکزي زندانه هم ۴۷ بندیان خوشې شوي او د ۱۷ نورو د بند موده کمه شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس سېشنبه (د لړم ۶مه) لیکلي، خوشې شویو بندیانو ژمنه کړې چې تر دې وروسته به جرمونه نه کوي. د یوناما د راپور له مخې؛ طالبانو ۲۸زره کسان په زندانونو کې ساتلي دي.

