عربستان او پاکستان په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د همکارۍ د دوام ژمنې کړې

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سعودي عربستان او پاکستان د عامې روغتیا وزیرانو د دغې ډلې د عامې روغتیا له وزیر نور جلال جلالي سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نورجلال جلالي سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د عامې روغتیا وزیر فهد عبدالرحمن الجلاج او د پاکستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ سعودي عربستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو، د نشه‌يي توکو د مخنیوي او د روغتیايي زېربناوو د پیاوړتیا په برخو کې د همکارۍ د دوام ژمنې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نور جلال جلالي د سعودي عربستان د عامې روغتیا له وزیر سره د ساري او غیر ساري ناروغیو د وقایوي تدابیرو، د نشه‌يي توکو د استعمال مخنیوي، د درملو د کیفیت او قانوني وارداتو د خوندیتوب او د پولیو د له‌منځه وړلو په برخه کې د اغېزمنې همغږۍ او ګډو هڅو پر اړتیا تفصیلي خبرې کړې دي.

که څه هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې د سعودي عربستان او پاکستان د مرستو د څرنګوالي په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي؛ خو دا یې ویلي چې د دواړو هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو له لوري د همکاریو د دوام په اړه ډاډ ورکړل شوی دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو مثبتې پېښې په‌کې ثبتېږي.

نور خبرونه

رادیو