طالبان: د پاکستان هر برید ته به «پرېکنده ځواب» ورکړو

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، که پاکستان پر افغانستان برید وکړي، دوی به ورته «پرېکنده او سخت ځواب» ورکړي، داسې ځواب چې «پاکستان ته به درس او نورو ته عبرت» وي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «طالبانو تر اوسه هېڅ ځواک ته سر نه دی ټیټ کړی او که څوک برید وکړي، موږ د خپل هېواد د دفاع حق لرو.»

راپورونه وايي، د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په استانبول کې خبرې اترې بې له هوکړې پای ته رسېدلې دي. پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد «څرګند او د باور وړ اقدامات» وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی خپلې رسمي غوښتنې په استانبول کې وړاندې کړې دي، خو د طالبانو لوری لا هم د دې غوښتنو پر وړاندې د مخالفت دریځ لري.

طالبان بیا ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته د ګواښ اجازه نه ورکوي او د خپلې خاورې د بشپړتیا دفاع د دوی مشروع حق دی.

اسلام‌اباد بیا وايي، د اوږدمهالې هوکړې لپاره باید د سرحدي بریدونو مخه ونیول شي او د باور سنجونې یو واضح میکانیزم رامنځته شي، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیول شي.

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته ویلي، که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه زیاته کړې: «داسې هڅې کېږي، چې یوځل بیا د نورو په اشارو جګړه پر مونږ وتپل شي.»

هغه زیاته کړې، چې د دوی پالیسي دا ده چې د بهرنیو او ګاونډيو هېوادونو په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او نه هم خپله خاوره د کوم هېواد پرضد کاروي.

هغه وویل: «هېچا سره جنګ نه غواړو او نه هم مشکلات غواړو نه د خارجیانو او نه هم ګاونډیانو سره.»

محمد نبي عمري خبردارې ورکړی، چې که جګړه پر دوی تحمیل شي، نو د خپل وطن، دین او ناموس د دفاع لپاره به هماغسې وجنګېږي لکه څنګه چې یې تر دې وړاندې د نورو قدرتونو پروړاندې مقاومت کړی و.

نور خبرونه

رادیو