اتمر: طالبان اوس باید پوه شوي وي چې د پاکستان پر نظامیانو تکیه کول لویه تېروتنه وه

۱۳ ساعتونه مخکې

د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرو ته په اشارې سره وايي، طالبان اوس باید پر دې پوه شوي وي، چې د پاکستان پر نظامیانو تکیه کول لویه تېروتنه او فاجعه وه.

محمد حنیف اتمر د سې‌شنبې شپې په ناوخته (د لړم ۶مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، طالبان اوس باید پر دې هم پوه شوي وي، چې په تېرو شلو کلونو کې له خپل ولس سره د پاکستاني نظامیانو په سپارښتنه جګړه هم لویه تېروتنه او ناورین و او همداراز پاکستان هم اوس باید پر دې پوه شوی وي، «د ګاونډيانو پر وړاندې له سخت دریځو شبکو ملاتړ هم له ملي او هم له اخلاقي نظره لویه تېر وتنه وه.»

د راپورونو له‌مخې، په ترکیه کې چې د طالبانو او پاکستاني پلاویو تر منځ د دواړو خواوو د اساسي غوښتنو پر سر له هوکړې پرته خبرې پای ته رسېدلي، حنیف اتمر وایي: «له متقابلو تورونو او ګواښونو ور ها خوا، له سوله ییزې حل لارې پرته د دغې منازعې لپاره بله هره لاره به ناورین رامنځته کړي او دواړه هېوادونه به په دایمي توګه په جګړه کې ښکېل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر همداراز ټينګار کړی، چې دغه وضعیت به له شک پرته سیمه ییز او له سیمې ور ها خوا لوبغاړي که هغه دولتي وي او یا هم غېر دولتي په دې جګړې کې ښکېل شي او په وینا یې هر لوبغاړی به هم په دې وضعیت کې خپلې موخې او ګټې ولټوي.

محمد حنیف اتمر وړاندیز کوي، چې دواړه لوري باید د دغې منازعې جرړو ته پام وکړي او زیاتوي: «په لومړي سر کې هم پاکستان او هم طالبان باید له کورني او بهرني ترهګرو شبکو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي. دغه چاره نه یوازې د دواړو هېوادونو د سولې او ثبات لپاره مهمه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې امنیت او ارامښت ته هم حیاتي ده.»

اتمر همداراز وړاندیز کوي، دواړه هېوادونه باید د خپلو خلکو د ځپنې بهیر ته د پای ټکی کېږدي، د خپلو خلکو حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي او د قانون حاکمیت ته ژمن واوسي.

هغه زیاتوي: «طالبان باید له ځنډ پرته د افغانانو تر منځ خبرې چې د دوحې په هوکړه کې هم ورته اشاره شوې، پیل کړي څو ورسره په هېواد کې بشري حقونه تضمین، مشروع حکومت او تل پاتې سوله او امنیت رامنځته شي.»

طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې د افغانانو تر منځ د خبرو وخت تېر شوی او په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان سیاستوالو یې غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي او د یوه عادي افغان په توګه ژوند وکړي.

محمد حنیف اتمر همداراز د پاکستان له دولت او پوځ څخه غوښتي، چې د خپل ولس غږ واوري او په وینا یې: «هغوی [پاکستان] باید د پښتنو او بلوڅانو او نورو خپلو خلکو حقه حقونو ته چې د امنیت، د قانون حاکمیت او ولسواکۍ غوښتونکي دي، مثبت ځواب ووايي.

له پاکستانه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا او بلوچستان اوسېدونکي د پوځ له ظلمونو تر پوزې راغلي او له امله یې په بلوچستان کې د بېلتون پالو غورځنګ رامنځته شوی او د ازادۍ غوښتونکي دي.

نور خبرونه

رادیو