کاناډا یو وار بیا د افغان مېرمنو پر ملاتړ ټینګار کړی

۹ ساعتونه مخکې

کاناډا یو وار بیا د افغان مېرمنو پر ملاتړ ټینګار کړی. په ملګرو ملتونو کې د کاناډا ماموریت چهارشنبه (د لړم ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ملاتړ ته ژمن دي.

دوی دارنګه د افغانستان په اړه د دوامداره پاملرنې غوښتنه هم کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د کاناډا ماموریت د افغانستان په اړه له یوې جوړې شوې غونډې خبر ورکړی، په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو