د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي یې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد له وزیر ژومان ګارین سره په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزې راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادې لیدنه کې د تېلو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا ترڅنګ له افغانستان نه قزاقستان ته د کرنیزو محصولاتو او په ځانګړې توګه د پنبې صادراتو په برخه کې خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړه خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د کړنلارې په پلي کولو ټنیګار کړی دی. د خبرباڼې له مخې؛ د افغانستان او قزاقستان د دوه اړخیزو همکاریو د کړنلارې له مخې باید د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کلنۍ کچه تر درې مېلیارد ډالرو ورسېږي.
یاد وزارت ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د کړنلارې په عملي کولو به د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې پرتې ستونزې تر ډېره هوارې شي. دا مهال د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کلنۍ کچه له ۵۰۰مېلیون ډالرو لوړه ده.
له بل پلوه د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون خبر ورکړی و، چې د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د افغان–قزاق ګډې سوداګریزې ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ۳۶۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ جلا هوکړه لیکونه لاسلیک شوي چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراختیا او ګډو پانګونو ته وده ورکول دي.

