



د اسراییل د دفاع وزارت د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۴۴.۵ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده. له دې بودیجې څخه شاوخوا ۲.۱۷ میلیارده ډالره د امنیتي چمتووالي د پیاوړتیا لپاره په ځانګړي ډول د ایران د ګواښونو پر وړاندې ځانګړې شوې ده.
د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته درې افغانې ښځې چې په قطر کې د اېستلو له ګواښ سره مخ وې، اوس یې د کاناډا د رېجاینا پوهنتون کې پناه اخيستې. په پلان کې ده، چې شاوخوا ۳۰ افغانې زدهکړیانې رېجاینا ته ولېږدول شي، خو اداري خنډونو او اوږدو پروسو د دې کار بهیر ځنډولی.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې هندي پولیسو په نوي ډیلي کې د «سره کلا» د برید په تړاو شپږ کسان نیولي دي. په دې پیښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او له ۲۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي.
په پاکستان کې د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې په اسلاماباد کې د «جي ۱۱» په سیمه کې وروستی ځانمرګی برید غندلی دی. د روسیې سفارت د پېښې د عاملینو د پېژندلو او عدالت ته د سپارلو هیله ښودلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د جورجیا او اذربایجان پولې ته نېږدې د ترکیې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. طالبانو د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت هم ویلی دی.
د ترکیې د پوځ یوه سي ۱۳۰ بار وړونکې الوتکه د سېشنبې په ورځ له اذربایجان څخه تر الوتنې وروسته په جورجیا کې پریوته. په الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره وو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل، چې که هر بل اتومي ځواک ازموینه وکړي، مسکو به هم اتومي وسلې وازمويي. نوموړي «تر ځمکې لاندې مشکوکو فعالیتونو» په تړاو د امریکايي چارواکو پر اندېښنو خبرو اترو ته تیاری وښود.
په اسلام اباد کې د امریکا سفیرې نتالي بیکر په پاکستان کې وروستي بریدونه غندلي او وايي، چې امریکا په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده. بیکر ویلي:«موږ د سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ ته ژمن یو.»
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي ویلي چې د ډیلي په لال قلعه (سره کلا) کې د دوشنبې ماښام چاودنې عاملان به ژر تر ژره وپېژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. هغه زیاته کړې چې په دې دسیسه کې لاس لرونکي به هېڅکله ونه بښل شي.
د نیپال پولیسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د حکومت پر ضد لاریونونو پرمهال د ورانکارۍ په تور یې ۴۲۳ کسان نیولي دي. د نیپال د پولیسو ویاند ابي ناراین کافلي ویلي، په دې تړاو یې د معلوماتو راټولولو لپاره یوه ګډه کاري کمیټه هم جوړه کړې ده.
د امریکا سنا د دوشنبې په ورځ د فدرالي حکومت د بیا پرانیستلو لپاره مثبته رایه ورکړه. د حکومت دغه بندښت مېلیونونه خلکو ته د خوړو مرستې اغېزمنې کړې، د سلګونه زره فدرالي کارکوونکو تنخواوې یې وځنډولې او د هوايي سفرونو چارې یې ګډوډې کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند سره د نوې سوداګریزې هوکړې خبر ورکړی دی. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، هغه به له هند سره داسې هوکړه لاسلیک کړي چې له پخوانیو هغو به توپیر ولري.
د هند امنیتي ځواکونو په ګجرات کې د داعش ډلې د درېیو غړو د نیولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې نیول شویو کسانو پلان درلود چې «بیولوژیکي-کېمیاوي» بریدونه پلان او ترسره کړي. چارواکو زیاته کړې، دې کسانو غوښتل په ځینو معبدونو کې خلک د وژونکو زهري موادو په وسیله مسموم او ووژني.