د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني رسمي فېسبوک پاڼه تړل شوې ده

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني رسمي فېسبوک پاڼه له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې ده.

د فېسبوک کاروونکي چې کله د محمد اشرف غني پاڼې ته د ننوتلو هڅه کوي، د «پاڼه نه ده موندل شوې» پیغام ویني، چې ښيي دا پاڼه یا خو د فېسبوک ادارې له‌خوا بنده شوې او یا خو د پخواني ولسمشر ټیم په خپله غېر‌فعاله کړې ده.

تر اوسه محمد اشرف غني ته نږدې کسانو یا د هغه د رسنیز ټیم له‌خوا په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني فېسبوک پاڼه له افغانستان څخه د نوموړي تر وتلو وروسته هم فعاله پاتې وه او وخت‌په‌وخت به یې د افغانستان په اړه پیغامونه خپرول.

اشرف غني له ۲۰۲۱کال راهیسې د طالبانو له واک ته تر رسېدو وروسته په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي.

نور خبرونه

رادیو