عبدالسلام ضعیف وايي، پاکستان دې د مذاکرې لپاره وړ خلک انتخاب کړي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دغې ډلې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، که پاکستان په رښتیا د ستونزو د حل لاره تفاهم او مذاکره بولي؛ نو د مذاکرې لپاره دې وړ خلک انتخاب کړي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، که پاکستان په رښتیا د ستونزو د حل لاره تفاهم او مذاکره بولي؛ نو دغه دوه اصله دې په پام کې ونیسي:« لومړی دې پاکستان د خبرو لپاره وړ، تجربه کاره ملکي خلک انتخاب کړي او بیا په دویم ګام کې دې د افغانستان سره د ستونزو پرعمق د حقیقت په منلو سره بالمثل عمل ته تیار شي.»

عبدالسلام ضعیف د طالبانو او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې په تړاو د ملامتۍ ګوته پاکستان ته نیسي. نوموړي پرون هم په یوه بل پیغام کې ویلي و، چې د پاکستان پوځي رژیم په استانبول کې د خبرو اترو هڅې ناکامې کړې.

هغه پر اېکس پاڼه لیکي و، چې پاکستان د ترکیې په استانبول ښار کې مذاکرات ناکام کړل او میدان یې پرېښود؛ خو دوی به بالاخره مذاکراتو ته بېرته راګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي. د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

خو د سرچینې په خبره:« زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټي‌ټي‌پي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هیچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

نور خبرونه

رادیو