د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او د سرحدي کمېسیون مشر نورالله نوري د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کاظم غریبابادي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، له قاچاق څخه د مخنیوي او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه په کابل کې غونډه وکړه.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالله نوري په دې غونډه کې وویل چې دوی د ښه ګاونډيتوب، متقابل درناوي او د ګډو مسایلو د حل لپاره د رښتینې همکارۍ اصل ته ژمن دي او زیاته یې کړه: «د سرحدي نښو نښانو نوي کولو ته لېوالتیا لري او ژمنه کوي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه به ژر د چارو د پیل په اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي هم په دې غونډه کې وویل، ایران د افغانستان همکاریو ته په ښه سترګه ګوري او هڅې کوي، چې له افعانستان سره دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي او همداراز یې د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه په ډاګه کړه، «زموږ تخنیکي ټيمونه به له افغانستان سره په همغږي د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه اجرأت وکړي.»
د یادونې وړ ده، چې ایران په دې وروستیو کې له خپل هېواده د افغان کډوالو د یو مخیزې اېستنې په ترڅ کې شاوخوا یو میلیون افغانان په زوره و اېستل او همداراز کله نا کله د دواړو لوریو د پوله ساتونکو ترمنځ جګړه هم کېږي.
د ایران دغه پلاوي په پوله کې د رامنځته کېدونکو شخړو په تړاو وویل: «موږ چمتو یو چې د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله وخت نا وخت ستونزې راپورته کېږي هغه ژر تر ژره حل کړو.»
ایران د افغانستان یو له هغو ګاونډیو دی، چې له طالبانو سره تعامل لري او په کابل کې یې سفارت فعال دی او همداراز په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی، خو لا تر اوسه یې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

