د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ريیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له رييسې میاپارک او د ځینو نورو موسسو له استازو سره په کتنه کې وویل، موسسې باید پر یوه ولایت تمرکز ونهلري، بلکې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته خپلې مرستې ورسوي.
دغې ادارې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، نورالدین ترابي په دې کتنه کې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان څخه وغوښتل، چې ژمنۍ مرستې له همدا اوسه پيل کړي، څو پر وخت اړمنې کورنۍ ترې برخمنې شي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان رييسې میاپارک په دې کتنه کې وویل، پخوا په دې اداره کې د یاد سازمان کارکونکو یو دفتر درلوده او له نورالدین ترابي یې وغوښتل، چې یاد دفتر بېرته د دغه سازمان په واک کې ورکړي، څو د دواړو اداور تر منځ همغږي لاپسې زیاته شي.
نورالدین ترابي هم په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.

