د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، د خپل مشر هبتالله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي.
د دغه وزارت ویاند د دې چارې موخه د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول او د ټولنیز رواني امنیت ټينګښت بللی دی.
د نوموړي په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغانو د درملنې او د لېونیانو د ساتنې لپاره ځانګړی او خوندي چاپېریال برابر کړی دی.
هغه زیاتوي، دغه وزارت به په ټولنه کې ټول رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې لپاره سرې میاشتې ټولنې ته وسپاري او همداراز یې له هېوادوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

