



د ایسلېنډ د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دی چې دوی له ښکاره جنسیتي ځورونې او تبعیض سره مخ دي.
نانسي پلوسي یوازنۍ ښځه ده، چې د امریکا د استازو جرګې د ځواکمنې مشرې په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغې د سیاست په ډګر کې له څلور لسیزو فعالیت وروسته خپله تقاعدي اعلان کړه. د کالیفورنیا ۸۵ کلنې استازې په یوه پیغام کې ویلي، هغه به راتلونکی کال د کانګرس په ټاکنو کې برخه وا نهخلي.
په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ټولنیز پرمختګ په غونډه کې د بشري حقونو او ښځو دوو فعالانو فریده راقيصوفيزاده او یاسمین نبيزاده ګډون کړی دی. دوی ټينګار کړی، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري او ټولو کړکېچونو ته دې باید د حل عملي لارې وموندل شي.
په هرات کې سرچینې وايي، د طالبانو والي د خدماتو ترلاسه کولو او سوداګریزو مرکزونو ته د ننوتلو لپاره د ښځو لپاره د برقع اغوستل لازمي کړي دي. د نور احمد اسلام جار د نوې لارښوونو له مخې، ښځې به نور د برقع اغوستلو پرته دولتي دفترونو، هټیو، روغتونونو او ادارو ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالۍ تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې پیل شوې. د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د ۳ـ۰ په توپیر د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه.
د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډله له ترکیې سره لوبه کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه بجو پیلېږي.
سامیه سولوهو حسن د تنزانیا د ولسمشرې په توګه په یوې غونډه کې لوړه وکړه. هغې ژمنه وکړه، چې په یاد هېواد کې به د تېرې اونۍ د جنجالي ټاکنو په تړاو د روانو خونړیو لاریونونو مخه ونیسي.
د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ د هند د نوې ممبۍ په لوبغالي کې تر سره شوې، چې ۸ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.
د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې په مراکش کې د نړیوالو سیالیو په لړ کې لیبیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. دا د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې تاريخې بریا ګڼل کېږي.
د نوبل جایزې پښتنه ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازینې هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منعه شوي او د هرې ورځې په تېریدو سره یې وضعیت مخ په خرابېدو دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د افغان ښځو پر فعالې ونډې ټنیګار کړی دی. یوناما ویلي، چې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د افغان ښځو حضور د افغانستان د ثبات، مشروعیت او نړۍوال باور رامنځته کولو لپاره بنسټیز ارزښت لري.
د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وایي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې محرومې کړې او د جنسي توپیر سختدریځه تګلارې یې پرې پلي کړې دي. د هغې په وینا؛ طالبان د ښځو له ځواک څخه وېره لري او هڅه کوي ټولنیز حضور یې په بشپړه توګه ختم کړي.
کاناډا یو وار بیا د افغان مېرمنو پر ملاتړ ټینګار کړی. په ملګرو ملتونو کې د کاناډا ماموریت چهارشنبه (د لړم ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ملاتړ ته ژمن دي.