په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر طالبانو د کورنیو او نړۍوالو نیوکو سربېره لا هم یاده ډله د افغان مېرمنو پر ضد د تبعیض او محدودیتونو لړۍ ته دوام ورکوي.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې کارکوونکو په یو شمېر ولایتونو کې پر ډاکټرانو فشار راوړی، څو د ښځینه ناروغانو له درملنې ډډه وکړي.
یوناما وايي، په ځینو ولایتونو کې طالبانو کلینیکونو ته سپارښتنه کړې چې ښځې یوازې د شرعي محرم په ملتیا درملنه ترلاسه کولی شي. دغه ادارې تایید کړې، چې له ښځینه روغتیايي کارکوونکو څخه هم غوښتل شوي، چې په کار ځای کې یو تثبیت شوی شرعي محرم ولري.
په راپور کې راغلي، د طالبانو د امر بالمعروف مامورین په کندهار ولایت کې د غاښونو د درملنې کلینیکونو ته ورغلي او ډاکټرانو ته یې ویلي، چې نارینه د ښځینه ناروغانو درملنه نه شي کولای. یوناما ټینګار کوي، دا محدودیتونه د ښځو ژوند او روغتیا ته جدي ګواښونه رامنځته کوي.
دغه راپور چې د چنګاښ له ۱۰مې د تلې تر ۸مې د بشري حقونو د وضعیت په اړه چمتو شوی، ښيي چې طالبانو یوازې په درېیو ورځو کې لږ تر لږه ۶۰ښځې د حجاب د نه مراعت له امله په کابل کې نیولې دي.
یوناما وايي، د همدې درېمیاستنۍ مودې په ترڅ کې طالبانو لږ تر لږه ۴۵۶نارینه او ښځې په خپلسر نیولي او ۴۴ د تاوتریخوالي او ناوړه چلند پېښې یې مستندې کړې دي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د جولای په میاشت کې په کندهار کې سلګونه کسان د ږېرې د خرېیلو له امله نیول شوي او د لیکلي تعهد له لاسلیک وروسته خوشې شوي دي. همدارنګه، په کونړ ولایت کې څو نایان د ږېرې د خرېیلو له امله محاکمه شوي او تر درې کالو په بند محکوم شوي دي.
یوناما د طالبانو لهخوا د «عمومي عفوې» د اعلان پر عملي کېدو شک څرګند کړی او ویلي یې دي، چې په دې موده کې یې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د ۱۴وژنو، ۲۱غېرقانوني نیونو او درېېو شکنجو قضیې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې، طالبانو یو شمېر هغه پخواني امنیتي افسران هم نیولي او وژلي، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي وو.
یوناما وايي، د طالبانو دا چلند د نړۍوالو بشري اصولو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب له بنسټیزو تعهداتو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دی.

