د لندن پولیسو یو افغان د یوه برېټانوي وګړي د وژنې او د دوو نورو د ټپي کېدو په تور نیولی دی

۳ ساعتونه مخکې

د لندن پولیسو ویلي، چې یو ۲۲ کلن افغان یې د یو کس د وژنې او د دوو نورو د ټپي کېدو په تور نیولی دی. د پولیسو په وینا؛ نیول شوی افغان په ۲۰۲۰کال کې په قاچاقي توګه په یوې لارۍ کې برېټانیا ته راغلی و او په ۲۰۲۲کال کې یې د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي و.

دغه ۲۲ کلن افغان په یوه کور کې له یو ۴۵ کلن بریتانوي وګړي سره له څو میاشتو راهیسې اوسېده، چې د نامعلوم دلیل له کبله یې ورسره شخړه شوې او په دغه کس یې د چړو ګوزارونه کړي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، یو بل کس چې له خپل سپي سره له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، هڅه یې وکړه چې د شخړې مخنیوی وکړي؛ خو د برید په پایله کې ووژل شو.

د ځايي سرچینې په وینا، یو بل څوارلس کلن ماشوم هم په دغه نښته کې ژوبل شوی؛ خو ټپونه یې ډېر ژور نه‌دي. ځايی چارواکو ویلي، چې تر هر اړخیزو څړونو وروسته به له مجرم سره قانوني چلند وشي.

نور خبرونه

رادیو