د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، پاکستان څو ځلې له طالبانو سره د سرحدي بریدونو او د هند له ملاتړ برخمنو ډلو «ټيټيپي او بياېلاې» په اړه خبرې کړي، خو دوی لا هم د دې ډلو ملاتړ کوي.
اخوا، طالبانو بیا تل دا ادعاوې رد کړي او دا وسله والې ډلې د پاکستان داخلي موضوع ګڼي.
تارړ په خپل اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناکامه شول او زیاتوي: «پاکستان د قطر او ترکیې په غوښتنه د طالبانو له رژیم سره په دوحه او استانبول کې خبرې وکړې، خو طالب لوري د باور وړ تضمین ورنکړ.»
هغه ادعا کړې، چې د پاکستاني پلاوي له خوا طالبانو ته د شواهدو وړاندې کېدو وروسته هم هغوی هېڅ عملي ژمنه ونه کړه او تل یې د خبرو له اصلي اجنډا ځان اړولی دی.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي: «د طالبانو رژیم د افغان ولس پر وړاندې مسوولیت نهاحساسوي او غواړي خلک یو ځل بیا جګړې ته راکش کړي. پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره هر ډول اقدام ترسره کړي.
د پاکستان د اطلاتو وزیر دا څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.
د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه دې یوه ترهګره ډله اعلان کړي.
خو د سرچینې په خبره: «زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټيټيپي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هېچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»
سرچینه زیاتوي: «د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټيټيپي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټيټيپي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»
بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو معین محمد نبي عمري ویلي چې هڅې روانې دي، ترڅو پر طالبانو جګړه تحمیل شي او دوی د بشپړې جګړې لپاره چمتو دي.

