طالبانو او ایران د بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې

پرون

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ ابادي ویلي، چې طالبانو له افغانستان نه ایران ته د ایراني بنديانو د لېږد هوکړه کړې ده. هغه ویلي، چې د دواړه خواوو د هوکړې له مخې د دغو بندیانو نوملړ به ډېر ژر د ایران سفارت ته وسپارل شي او ژر تر ژره به یې د لېږد زمینه برابره شي.

طالبانو او د ایران حکومت د هغو ایراني بندیانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې بندیان دي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړې، هغه افغان بنديان چې د لېږد شرایط پوره کوي؛ د ایران له زندانونو به افغانستان ته د بند د پاتې مودې د تېرولو لپاره واستول شي.

که څه هم د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د کره شمېر په اړه معلومات نه‌شته؛ خو وړاندې د ایران د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي و، چې په تېرو لسو کالو کې تر ۴۵۰۰ زیات بهرني زندانیان یې خپلو هېوادونو ته لېږدولي دي.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند د روان کال (د غبرګولې په ۲۱مه) نېټه ویلي و، چې په ایران کې تر ۴۰۰ ډېر افغان بندیان د یوه کال په موده کې په دوو پړاونو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي و، چې تر ۱۲زره زيات افغان کډوال د ایران، پاکستان او ترکيې په زندانونو کې بندیان دي. دغه وزارت ويلي، چې په تېر يو کال کې يې تر ۴زره ډېر افغان کډوال د پاکستان او یران له زندانونو را خوشې کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ ۸زره افغان کډوال په ایران، ۳زره په پاکستان او شاوخوا زر کسان په ترکيه کې بندیان دي. ډېری افغانان په ایران او پاکستان کې د ناقانونه استوګنې په تور نیول شوي او یو شمېر یې د نشه‌یي توکو د استعمال او قاچاق له کبله زندانيان دي.

نور خبرونه

رادیو