



د اوراکل شرکت بنسټګر «لری الیسون» ۳۷۱ میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو په شتمنۍ په لرلو سره یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځای پر ځای شوی دی. د راپورونو له مخې، د ده شتمني د «کلوډ» قراردادونو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې له امله په بېساري ډول لوړه شوې ده.
اپل شرکت نن سې شنبه د یوه نندارتون په ترڅ کې چې (Awe Dropping) نومیږي د ایفون ۱۷ لړۍ پرانیسته کوي. تمه ده چې په دې لړۍ کې څلور نوي ماډلونه ایفون ۱۷، ایفون ۱۷ اېر، ایفون ۱۷ پرو او ایفون ۱۷ پرومکس نندارې ته وړاندې شي.
څېړونکو د چهارشنبې په ورځ د مراکش هېواد د اطلس غرونو د بوالمان ښارګوټي ته نږدې د یوه حیرانوونکي اغزن ډایناسور پاتې شونې موندلي. د څېړونکو په باور دغه ډول ډایناسورونه ۱۶۴مېلیونه کاله پخوا موجود وو او تاریخ یې جوراسیک دورې ته رسېږي.
په برتانیا کې د دوو پوهنتونو کویین مري او کینګز کالج ګډه څېړنه ښيي، چې د اومیګا غوړ اسیدونه د الزایمر ناروغۍ پر وړاندې د ښځو ساتنه کوي. دغه نوې خپره شوې څېړنه ښيي، په هغو ښځو کې چې الزایمر لري، د غېر اشباع شوي غوړ کچه په څرګنده توګه کمه شوې ده.
روسیې اعلان وکړ، چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه به د دولتي پیغام رسونې اپلېکېشن «MAX» لګول په دغه هېواد کې پر پلورل شويو ټولو ټېلفونونو او ټابلیټونو جبري وي. دغه اپلېکېشن چې د واټساپ سیال بلل کېږي؛ منتقدین یې د څارنې وسیله ګڼي.
د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ دوو ځوانانو C130 ډوله امریکايي الوتکه په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده. دغه ځوانان چې برکت اله اکبري او احمد شجاع اکبري نومېږي، له اړوندو مسوولینو غواړي چې په همدې برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت د تازه پرېکړې له مخې؛ هغه امریکایي شرکتونه چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) چېپونه چین ته صادروي، باید د پلور له عوایدو ۱۵سلنه د صادراتو د جواز شرط په توګه ورکړي.
په فراه ولایت کې د طالبانو والي غوثالدین رهبر د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له یوه کارکوونکي سره چې څو ډوله بېپېلوټه الوتکې یې جوړې کړې دي، لیدلي. نوموړي د بېپيلوټه الوتکو جوړوونکی ستایلی او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.
د نړيوالو څېړونکو یوې ډلې، چې ډېری یې بریتانوي څېړونکي دي، موندنې ښيې هغه کسان چې په اونۍ کې لږ تر لږه درې ځله په غوړو کې سور شوي کچالو خوري د دویم ډول شکرې ناروغۍ له ۲۰ سلنې زیات خطر سره مخ کېږي. دا څېړنه دا هم ښيې چې پاخه او په اوبو کې جوش شوي کچالو دا ډول خطر نه لري.
د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی، دوه چینایي وګړي یې چې د متحده ایالتونو په کالیفورنیا ایالت کې مېشت وو؛ چین ته د لسګونه مېلیونه ډالرو په ارزښت د نویدیا په نامه د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو چېپونو د صادرولو په تور نیولي دي.
تازه د موټر جوړونې مشهور امریکايي فورډ شرکټ اعلان کړی چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له کبله خپل څه باندې ۳ سوه زره موټرونه بېرته راټولوي.
د نړۍ د ستر مېلیاردر اېلان ماسک نیورالېنک شرکت خبر ورکړی، چې ډېر ژر به په برېټانیا کې د خپلو مغزي چېپونو د څېړنې او ازمویلو لړۍ پیل کړي. د دغې چارې موخه فلج لرونکو ناروغانو ته دا وړتیا ورکول ښوول شوي، چې د خپلو فکرونو له لارې ډېجیټلي او فزیکي وسایل کنټرول کړي.
مایکرو سافټ شرکت د خپل تازه مالي راپور له خپرېدو وروسته، چې د بازار ارزښت يې ۴ ټریلیونه ډالرو ته ورسېد له نویډیا وروسته د نړۍ دویم تر ټولو ارزښتانک سهامي شرګت شو. د دې ارزښت یوه برخه د همدې شرکت د مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې د پانګونې پایله ده.