په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ٦ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي، چې ټپیان د درملنې لپاره د فیضاباد روغتون ته لېږدول شوي دي.
دارنګه په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۷ کسان ټپيان شوي دي. د دغه پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، چټک سرعت او د سړکونو خرابوالی بلل شوی دی.

