لوبې

د افغان ښځو فوټبال لوبډله د سیالیو لپاره مراکش ته رسېدلې

۴ ورځې مخکې

د فوټبال نړۍوال فدراسیون تایید کړې، چې د افغانستان د جلاوطنه ښځینه فوټبال لوبډله مراکش هېواد ته رسېدلې او ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په پای کې به سیالۍ هم پیل کړي. دغه لوبډله د یووالي په نوم د ښځو اړوند لوبلړۍ کې سیالۍ کوي.

د فیفا د اعلان له مخې؛ په دغه سیالیو کې متحده عربي امارات، چاد، لېبیا تونس او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي. د سیالیو دغه لړۍ به د راتلونکې یکشنبې په ورځ پیل شي.

د راپورونو پر بنسټ؛ اسټرالیا یو له هغو هېوادونو دی، چې د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو د فوټبال ډېری غړې په‌کې اوسېږي او دغه سیالیو ته د تګ پر مهال د متحده عربي اماراتو د ویزې له ځنډ سره هم مخ شوې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په افغانستان کې د ښځو پر ورزش سخت بندیزونه ولګېدل او هر ډول ورزشي فعالیتونه یې پرې بند کړل. سره له دې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فیفا د اساس‌نامې له مخې د تبعیض د مخنیوي مسوولیت لري؛ خو لا هم د فیفا سازمان کې یې نړۍوال غړیتوب نه‌دی ځنډول شوی.

فیفا په یوه تازه اعلامیه کې ویلي: «موږ ژمن یو، چې د افغان ښځو د فوټبال د ملاتړ لپاره خپله پراخه سټراتیژي عملي کړو». دغه ستراتیژي د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې په لړ کې د فیفا شورا له‌خوا تصویب شوې او موخه یې دا ده، چې افغان ښځینه لوبغاړې د FIFA Women’s Series 2025 سیالیو ته د چمتووالي او انتخاب په بهیر کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه افغان لوبغاړې چې د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته له هېواده وتلې دي، اوس په جلاوطنۍ کې خپله لوبډله د متحدو افغان ښځو یا (Afghan Women United) په نوم مخ ته وړي.

په دغو سیالیو کې تونس د فیفا نړۍوال رېنګ ‌په نوملړ کې په ۹۶م مقام کې دی؛ خو د چاد او لیبیا ښځینه لوبډلې لاتر اوسه د فیفا په رسمي ډلبندۍ کې نه‌دي شاملې شوې. د یادې لوبلړۍ ټولې سیالۍ به د فیفا سازمان په انلاین نشراتي پلاټفارمونو کې په ژوندۍ بڼه هم خپرې شي.

نور خبرونه

رادیو