د هند د مشهوره ورځپاڼې «هندو»د بهرنيو چارو مشرې او پېژندل شوې خبریالې «سوهسيني هایدار»د طالبانو لهخوا په نوي ډیلي کې د ښځينه خبریالانو پر وړاندې د تبعیضي چلند په غبرګون کې ویلي، چې د هند حکومت طالبانو ته په رسمي بلنې ورکولو سره د هغوی «ښځه ځپونکې»تګلاره خپل هېواد ته راوړې ده.
هغې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:«دا ډيپلوماسۍ نده، بلکې د تسليمۍ نښه ده.»
سوهسیني هایدار دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې له هندي رسنیو سره خبري غونډه وکړه، خو د سفارت امنیتي کسانو ښځینه خبریالانو ته د ننوتلو اجازه ورنکړه.
د هند د مشهورو رسنیو لکه «انډیا ټوډې»او «ټایمز ناو»ښځینه خبریالانې د یادې غونډې د پوښښ لپاره ورغلې وې، خو د امنیتي کسانو په خبره، د طالبانو له لوري ورته امر شوی و، چې «هیڅ ښځې ته د ننوتلو اجازه نشته.»
دغه تبعیضي چلند د هند د خبریالانو او مدني فعالانو پراخ غبرګون راپارولی دی.
یوې بله پېژندل شوې خبریالې د «سيايناين نیوز۱۸»شبکې په یوه تبصره کې ویلي:«کله چې طالبان د نوي ډیلي په زړه کې ښځې له خبري غونډې باسي، د هند حکومت چوپتیا د اندېښنې وړ ده.»
د هندي شنونکو په باور، دا پېښه ښيي چې د طالبانو د ښځو پر وړاندې تبعیضي سیاستونه اوس د دوی په ډیپلوماتیکو اړیکو کې هم څرګند شوي دي.

