د هالنډ حکومت پرېکړه کړې، چې دوه افغانې مېرمنې بېرته افغانستان ته ستنې کړي

۱۲ ساعتونه مخکې

د هالنډ حکومت پرېکړه کړې، چې دوه افغانې مېرمنې بېرته افغانستان ته ستنې کړي. د هالنډ د کډوالۍ او تابعیت اداره (IND) وایي، دغه دواړه ښځې کولای شي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو لپاره له لګېدلو بندیزونو او محدودیتونو سره ځانونه عیار کړي.

هالنډۍ NRC رسنۍ د یاد هېواد د کډوالۍ چارواکو په حواله راپور ورکړی، د دغو ښځو له ډلې یوه یې ځکه بېرته افغانستان ته استول کېږي چې د هالنډ له ټولنې او شته ارزښتونو سره یې ځان نه‌دی عیار کړی.

یاده اداره وايي، دغه مېرمنې چې عمرونه یې ۷۹ او ۵۹ کاله دي؛ دوی په بېرته ستنېدو سره کولای شي د افغانستان د ښځو د ژوند له اوسنیو شرایطو سره ځانونه برابر کړي.

دغه ادارې زیاته کړې، له دې ډلې د یوې مرمنې په اړه د کډوالۍ چارواکو استدلال کړی چې نوموړې په افغانستان کې تر ډېره د کور په کارونو بوخته وه او لږ به له کوره وتله؛ نو ځکه یې د پناه غوښتنه د منلو وړ نه‌ده. خو د هغې وکیل وايي، چې نوموړې اوس په هالنډ کې کار کوي او په ټولنه کې فعاله ده.

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د هالنډ حکومت د څو نورو لوېدیځو هېوادونو سره یوځای د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپوونکو اقداماتو پرضد د عدالت نړۍوالې محکمې ته شکایت کړی.

په دې اړه د یادې ادارې یوه ویاند ویلي، په اسلامي هېوادونو کې ښځې له تبعیض سره مخ دي؛ خو هالنډ نه‌شي کولای ټولو مسلمانو ښځو ته یوازې د خپلو حکومتونو د تبعیضي چلند له امله پناه ورکړي. د هغه په وینا؛ هالنډ یوازې هغو ښځو ته پناه ورکوي چې د هغوی ژوند په جدي توګه له ګواښ سره مخ وي.

د کډوالۍ ادارې ویاند زیاته کړې، چې د دغو دوو افغان ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ نه‌دی؛ نو بېرته خپل هېواد ته یې ستنېدل کومه ستونزه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه ولګول چې له کبله یې پر دوی د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو نړۍوالو بسټونو او هېوادونو له لوري توندې نیوکې شوې دي.

طالبانو بیا تل ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د دوی د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې نه هم افغان مېرمنو او نه نړۍوالې ټولنې ته د منلو ده.

نور خبرونه

رادیو