د افغانستان د بشري حقونو څارونکی بنسټ وایي، څو ورځې کېږي چې ایراني پولیسو د افغان مېرمنو او بشري حقونو فعاله حلیمه پژواک نیولې ده. دغه بنسټ د اغلې پژواک نیول کېدل غندلی او دا یې له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
حلیمه پژواک چې کلونه یې د ښځو، اقلیتونو او مدني ازادیو د دفاع په برخه کې فعالیت کړی، د وروستیو معلوماتو له مخې له پرون راهیسې د ایران د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوې او په بند کې ده.
هغه د خپلو څو نورو ملګرو سره یو ځای د ایران په شمالي سیمه کې هغه وخت ونیول شوه، چې امنیتي ځواکونو پر یوه استوګنځي چاپه ووهله.
تر نیول کېدو وروسته، اغلې پژواک لومړی د سیمې د امنیتي ادارې مرکز ته ولېږدول شوه او وروسته بیا د ویزې او د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله د کډوالو لنډمهالي توقیف کمپ ته وړل شوې ده. سرچینې خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ قانوني هڅې و نه شي نو ښایي هغه د ایران د خراسان ولایت د کډوالو پنډغالي ته ولېږدول شي او ان په زوره افغانستان ته وشړل شي، چې دا به یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي.
یاد بنسټ وایي، چې د پژواک نیول د بیان او سولهییز فعالیت د ازادۍ ښکاره نقض دی او موخه یې د بشري حقونو د مدافعینو د غږونو خاموشه کول دي.
دغه سازمان همدارنګه د هغې د ځای، وضعیت او چلند د روڼتیا د نشتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او وايي، شونې ده چې حلیمه پژواک له ناسم چلند، شکنجې یا جبري ورکېدو سره مخ شي.
یاد سازمان د حلیمه پژواک د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې د هغې د بند ځای څرګند کړي او کورنۍ او قانوني استازي ته یې د لاسرسي زمینه برابره کړي.

