هندي خبریالانې: امیرخان متقي د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه دروغ ویلي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۱

یوې هندۍ خبریالې سمیتا شرما چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون کړی و، وايي چې د افغان نجونو د زده کړو د حق په اړه د متقي ځوابونه ریښتیا نه وو. د نوموړې په وینا، امیرخان متقي د افغان ښځو د جنسیتي مساواتو په اړه دروغ ویلي.

سمیتا شرما چې یوه خپلواکه هندۍ خبریاله ده او د بهرني سیاست په برخه کې تمرکز لري، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې بالاخره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اړ شو، چې د ښځینه خبریالانو له جدي پوښتنو سره مخ شي.

هغې همداراز زیاته کړه، چې د متقي خبرې د افغان ښځو له واقعي وضعیت سره هېڅ ورته والی نه لري.

له دې سره، د هندو ورځپاڼې مدیره سوهاسیني حیدر بیا ویلي چې هغې هېڅکله نه دي ليدلي چې د طالبانو له یوه چارواکي څخه په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښځو د وضعیت په اړه دومره ډېرې پوښتني وشي.

هغې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغان ښځو په اړه له پوښتنو سره مخ شو، خو روښانه ځواب یې ورنه کړ.

نوموړې زیاته کړه، د متقي دا ادعا چې یو پر څلورمه برخه ښځې زده‌کړې ته لاسرسی لري او د ځینو ټولنیزو ازادیو خوندیتوب شته، له حقیقته ډېره لرې ده.

د هندو ورځپاڼې مدیرې وویل، چې هغه د خپلو دندو د یوې برخې په توګه د افغان ښځو پروړاندې د طالبانو پالیسي څاري. هغې ټینګار وکړ، هغه څه چې امیر خان متقي ادعا کوي په افغانستان کې نشته.

مېرمن سوهاسیني حیدر یادونه وکړه، طالبان باید پوه شي کله چې دوی د هند په خاوره کې وي، دوی باید د دغه هېواد قوانین ومني او د جنسیتي برابرۍ ته درناوی وکړي.

یوه بله خپلواکه هندي خبریاله نانیما باسو وویل، چې د هند حکومت طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې د نوي ډیلي لپاره ځانګړي پيغامونه او پایلې لري. هغې ټینګار وکړ، چې هند ته د طالبانو د چارواکو بلنه افغان ښځو او نړۍ ته پیغام لېږي.

دې خبریالې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ځوابونه د ښځو د زده ‌کړې په اړه «شوک ورکوونکي» وو.

هغې زیاته کړه: «طالبانو داسې ادعاوې وکړې لکه موږ چې د افغانستان له حاله ناخبره یو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا مهال په یوه رسمي شپږ ورځني سفر هند ته تللی دی. د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ افغان سفارت کې ښځینه خبریالانو ته اجازه ور نه کړه چې د امیرخان متقي د خبري ناستې ګډونوالې شي.

د طالبانو دا کار د هند د سیاستوالو، مدني ټولنو او رسنیو سخت غبرګونونه راوپارول. د هند د بهرنیو چارو وزارت د کورنیو نیوکو له زیاتوالي وروسته له طالب پلاوي وغوښتل، چې یوه بله ناسته د ښځینه او نارینه خبریالانو د مساوي حضور سره جوړه کړي.

د طالبانو پلاوي بیا د یکشنبې په ورځ د افغان سفارت په ودانۍ کې دویمه خبري ناسته د ښځو په حضور کې ترسره کړه. امیرخان متقي په دې دویمه ناسته کې د افغان ښځو د زده‌کړې او ازادۍ د حق په اړه د ګڼو پوښتنو سره مخ شو.

نور خبرونه

رادیو