د طالبانو د رییس الوزرا دفتر: په اقتصادي وده کې د سوداګرو مېرمنو فعالیتونه د پام وړ دي

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مدیره پلاوي سره په لیدنه کې په اقتصادي وده کې د دوی فعالیتونه ستايلي او د پام وړ يې بللي دي. نوموړي ښځينه سوداګرو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مديره پلاوي د نورو ستونزو ترڅنګ په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د رول د زیاتوالي غوښتنه کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښځو یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې هم د رییس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع سره شریکې کړې دي. د یادو سوداګرو ښځو د غوښتنو او وړاندیزونو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا عبدالواسع د ښځو د صنایعو خونې د مدیره پلاوي او اړوندو وزارتونو ترمنځ همغږي ستايلې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې ښځې له کاره منعه کړي او په ډېرو نورو برخو کې یې هم بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو