په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر د دوشنبې ښار کې د ملګرو ملتونو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، افغان ولس د سولې، عدالت او بشري حقونو د ارزښتونو ژمن ملاتړی دی او تمه لري چې ملګري ملتونه به د طالبانو د ښځو ضد چلند پر وړاندې خپل فعال رول وساتي.
دوشنبه کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ظاهر اغبر د دې مهمې نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو له ارزښتناکو هڅو ستاینه وکړه او د افغانستان له خلکو سره یې د دغې ادارې د دوامدار ملاتړ قدرداني وکړه.
اغبر ویلي، افغان ولس د ملګرو ملتونو د منشور له لوړو موخو، لکه تلپاتې سولې، عدالت، بشري حقونو او نړیوالو همکاریو پوره باور لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، نوموړي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو رول باید د افغانستان د ثبات، ټولنیز عدالت او د ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې لا پیاوړی شي.
هغه په څرګند ډول وویل چې افغانان د داسې ډلې په رسمیت نهپېژندلو هرکلی کوي چې «ښځې له خپلو اساسي حقونو بېبرخې کوي او بشري ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.»

