د ملګرو ملتونو ۸۰مه کلیزه؛ یوناما: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو دی

۱۰ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د ملګرو ملتونو ۸۰مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو دی او د زده‌کړو په ګډون د دوی پر بنسټیزو حقونو زیاتېدونکي محدودیتونه د افغانستان راتلونکی ګواښي.

د یوناما په پیغام راغلي، چې له لسیزو راهیسې ملګري ملتونه په افغانستان کې د پرمختګ او ستونزو پرمهال له افغانانو سره ګډ کار کوي او دغه اداره د افغانانو لپاره د یوه باوري او ژمن ملګري حیثیت لري. یوناما وایي، چې ملګري ملتونه په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې له مهمو ارزښتونو ملاتړ ته ژمن دي.

د پیغام په یوې برخه کې راغلي:« د ملګرو ملتونو ادارو له مېلیونونه افغانانو سره د زده‌کړې، روغتیا او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې مرستې کړې دي. ملګري ملتونه د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب او همدا شان د افغانستان د سوله‌ییزې بیارغونې د ملاتړ په برخو کې مهم رول لوبوي؛ خو نن افغانستان له سختو ننګونو سره مخامخ دی.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې بې‌وزلۍ، فقر او په ورته وخت کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

یوناما له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته په لوی شمېر کې د افغان کډوالو ستنېدو ته په اشارې سره ویلي، چې دغه بهیر د افغانستان ټکنی اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

په پیغام کې د یوناما د چارو د مسوولې جورجېټ ګانیون له قوله راغلي، چې افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور ګامونه په یوازې ځان نه‌شي اخېستلای او په دې برخه کې ګډ کار او هلو ځلو ته اړتیا ده.

یوناما یو ځل بیا ټنیګار کړی، چې دوی به له ټولو اړخونو سره د پراخ بنسټه حکومتولۍ، د بشري حقونو د خوندیتوب او د افغانانو د لاسنیو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د پیغام په پای کې سپارښتنه شوې، چې ملګري ملتونه باید له افغانانو سره کړې ژمنې عملي او د تاریخ په دې حساسه شېبه کې د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو