په اتریش هېواد کې د افغانستان استازې منیژه باختري، ددغه هېواد په پلازمینه ویانا کې د ښځو، سولې او امنیت د ۲۵مې کلیزې په غونډه کې د افغان ښځو زړورتیا وستایله او وه یې ویل چې افغان مېرمنې د طالبانو سختو محدودیتونو سره سره د سولې، مقاومت او مشرتابه هڅې پرمخ وړي.
په وینا کې د افغانستان دایمي استازولۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سفیرې منیژه باختري وویل چې د ښځو د سولې مشرتابه پروګرام د افغان ښځو لپاره مهم فرصتونه برابروي، ترڅو په خبرو اترو، سولې جوړونې او مشرتابه کې فعاله پاتې شي.
هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ښځو د حقونو لپاره یوځای ودریږي او ټینګار یې وکړ: «سوله هغه وخت بشپړه نه ده چې ښځو او نارینه وو ته مساوي نه وي.»
اغلې باختري د اروپايي امنیت او همکارۍ سازمان، په ځانګړي توګه ډاکټر لارا سکارپیتا او د هغې ټیم نه د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو لپاره ځانګړې مننه کړې، چې د ښځو د سولې او امنیت په برخه کې یې مهم پرمختګونه رامنځته کړي دي.

