یوه ځوانه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ۲۰۲۵ کال د ۱۷ ځوانو مشرانو په ډله کې شامله شوې ده. نیلا ابراهیمي تېر کال د ماشومانو د سولې نړۍواله جایزه تر لاسه کړې وه.
نیلا ابراهیمي وویل، چې هغه به تر راتلونکو دوو کلونو له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او هڅه به کوي، چې د افغان نجونو غږ نړۍ ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د ځوانانو دفتر د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) د ۲۰۲۵ کال د دغو ځوانو مشرانو نوملړ خپور کړ او زیاته یې کړه، چې دا کسان د نړۍ له ۱۵۰ څخه زیاتو هېوادونو او له ۳۳ زره غوښتنلیکونو څخه غوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ځوان مشران د دې سازمان د بېلابېلو برخو په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا ۱۷ مشران د ۱۶ تر ۳۳ کلونو ترمنځ عمر لري، چې په کې بنسټګر، ټولنیز فعالان، د سولې ملاتړي او سوداګر شامل دي.
ملګري ملتونه وایي، دا ځوان مشران د جنسیت د برابرۍ، د بشري حقونو د دفاع، د اقلیم بدلون، سولې، امنیت او د دوامدار پرمختګ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
نیلا ابراهیمي په انسټاګرام کې په خپل یوه یادښت کې لیکلي دي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به له ملګرو ملتونو او د هغې له شریکانو سره د دوامدار پرمختګ د موخو د پلي کولو لپاره کار وکړي.
هغې زیاته کړې، چې په دې لاره کې به هڅه کوي څو د افغان نجونو غږ نړۍ ته ورسوي او د کیسې ویلو له نړۍوالو بنسټونو سره د همکارۍ او ټولنیزو فعالیتونو له لارې به د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
ملګري ملتونه وایي، چې نیلا ابراهیمي د نجونو د زده کړې ملاتړې ده او «د هغې کیسه» په نوم د یوې موسسې بنسټګره او مشره ده. هغې تېر کال په لړم میاشت کې د ۴۷ هېوادونو له ۱۶۵ نوماندانو څخه د ماشومانو د نړۍوالې سولې معتبره جایزه وګټله.

