د افغان کډوالو ستونزې: پخوانۍ مدني فعاله وايي، د کور مالک له کوره اېستلې او بې‌سرپناه ده

پرون

د افغانستان د مدني ټولنې فعاله بخت زمینه ابراهیم خېل چې له یوه کال راهیسې په پېښور کې اوسېږي، اوس د کور مالک د ویزې د نه‌لرو له امله له کوره اېستلې او دمګړی بې سرپناه ده. نوموړې وايي: «که بېرته افغانستان ته واستول شم، نو له سخت وضعیت سره به مخ شم.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تا ویلو او ما ویلو او ان جګړو وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند ډېر تریخ شوی او اوس په پاکستان کې د کورونو مالکانو ته په جدي ډول ویل شوي، چې له ویزې پرته افغان کډوالو ته کورونه ورنه‌کړي، ګنې له افغان کډوالو سره به دوی هم ونیول شي.

د افغان کډوالو په وینا، د هر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د هر ایالت پولیس په خپلو ساحو کې د افغانانو د ځورولو او همداراز د نیولو پراخ عملیات پیلوي، ځکه د کال په وروستیو کې د دغو نظامیانو چارې ارزول کېږي او د ډېر کار له امله بیا امتیازات ورکول کېږي.

د اکټوبر میاشتې له پیل او په ځانګړې توګه د افغان طالبانو او د پاکستان د نظامیانو له مخامخ جګړې وروسته، په ټول پاکستان کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی او له ځورول کېدو سربېره نیول کېږي او بیا مخامخ افغانستان ته استول کېږي. ځینو دغو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د ناروغۍ پر مهال د ناروغۍ ټولې سختې زغمي او د پولیسو له وېرې روغتون ته نه ورځي.

په دې منځ کې د افغانستان د مدني ټولنې یوه پخوانۍ فعاله بخت زمینه ابراهیم خېل ده، چې له شاوخوا یوه کال راهیسې په پېښور کې اوسېږي، خو په دې وروستیو ورځو کې د کور مالک د ویزې د نه‌لرلو له امله له خپلو ماشومانو سره په زوره له کوره اېستلې او د کور کالي یې ورته پر سړک اچولي دي.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل: «۳ ورځې او شپې یې پر موږ اوبه او ګاز بند کړل او زه مجبوره شوم څو له جوماته اوبه راوړم او ګاز مې له بازاره واخیست او ګوزاره مو کوله، خو په بله ورځ یې زموږ کالي سړک ته را وارتل او اخطار یې راکړ چې ووځه ګنې پولیس راغواړي.»

په پاکستان کې د کورونو مالکان د «اډوانس یا سیکورتي» په نوم له افغان کډوالو د یوې میاشتې کرایه یا هم تر ۱ لک روپیو پیسې اخلي او ډېری یې بیا بېرته افغانانو ته نه‌ورکوي.
بخت زمینه هم وايي: «ما د اډوانس پیسو غوښتنه وکړه، له ما څخه یې یو لک روپۍ اخیستې دي، د کور مالک راته ویل چې زنانه یې که کوم نارینه دا خبره راته کړې وای چې اډوانس یا سیکورټي راکړه نو اوس مې لاس او پښې پرې ماتول.»

یاده مېرمن چې اوس بې سرپناه ده او په یو نامناسب ځای کې شپې او ورځې تېروي وايي، «اوسنی ځای مې د اوسېدو ځای نه دی او ټول ماشومان مې ناروغ شوي او د درملنې وس یې هم نه‌لرم او هر چېرې چې ځم ویزه رانه غواړي، او دوی [پاکستان] ویزه نه‌ورکوي.»

بخت زمینه چې په جمهوري نظام کې د مدني ټولنې فعاله وه، په خپل ولایت کې د ګواښونو کچې له لوړېدو وروسته پلازمېنې کابل ته تللې وه او هلته هم له سقوط وروسته د طالبانو له لوري نیول شوې وه او ۹ ورځني زندان کې دومره شکنجه شوې چې ان غاښونه یې مات شوي دي.

دا وايي: «په کابل کې یوې ښځې راته د خپل د ژوند د غمیزې کیسه وکړه او ما د ډاډینې لپاره خپل حالت هم وویل، خو په سبا یې د ګذر وکیل راته زنګ وکړ چې اتمې حوزې ته غوښتل شوې یې.»

بخت زمینه وايي، د ګذر وکیل ته یې تر دې مخکې ویلي و چې بې وزله ده او د مرستو پر مهال یې خبره کړي او دې دا فکر کړی و، چې ښايي مرستو ته غوښتل شوې، خو زیاتوي: «حوزې ته په رسېدو سره پوهه شوم، چې استخباراتو غوښتې یم او کله چې زما پر هویت پوه شول چې مدني فعاله وم، نو سمدسي یې یوه بل موټر کې واچولم او یو نامعلوم ځای ته یې بوتلم، هلته یې ۴ ورځې او شپې د خوراک لپاره هېڅ هم رانه‌کړل او په اتمه ورځ یو طالب راغی او د تحقیق پر مهال یې له سپکو سپورو ویلو سربېره په عسکري بوټ په خوله په لغته ووهلم او غاښونه مې مات شول.»

دا په ۹مه ورځ د وکیل د ګذر په ضمانت خوشې شوه او ورسره جوخت یې پاکستان ته د تګ هوډ وکړ او له خپلو دوو ۳ او ۵ کلن ماشومانو سره پېښور ته ورسېده.

بخت زمینه چې خاوند یې معیوب دی وايي، د روان کال په مارچ میاشت کې یې د ویزې لپاره اپلای کړی، خو تر اوسه نه ده راغلې او ورته ویل کېږي چې پروسس کې ده.

دا په لومړي سر کې له پاکستانه غواړي، چې د ویزې ورکړې بهیر اسانه کړي ترڅو په قانوني توګه پاکستان کې ژوند وکړي او بیا له بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو له مالي مرستو سربېره د ژوند د خوندینې غوښتونکې ده.

بخت زمینه په ژړغوني غږ وايي: «که ډيپورت شم، نو هلته [افغانستان] کې به له سخت وضعیت سره مخ شم.»

د یادونې وړ ده، چې دا په پاکستان کې یوازینۍ افغانه نه‌ده چې له دغه ډول وضعیت سره مخ ده، کابو ټول افغانان له ورته برخلیک سره مخ دي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د ویزې ورکړې بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو