



د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف کراچۍ ته د سفر پرمهال اعلان وکړ، چې د اسیا پراختیايي بانک اسلاماباد ته دوه مېلیارده ډالر نوی پور منظور کړی. نوموړي ویلي، چې دغه مرستې به د اوسپنې پټلۍ اړوند د لویو پروژو چارې لا چټکې کړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون دوشنبه د (لړم ۲۶مه) خبر ورکړی، چې د پاکستان د پنجاب ایالت په اختر اباد ښار کې ناپېژانده وسلهوالو د زید په نوم د داعش خراسان څانګې یو مهم قوماندان وژلی دی. راپور وایي، وژل شوي کس د افغانستان په ختیځ کې ځینو ورانکاره فعالیتونو کې لاس لاره.
له اسلاماباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، تر هغې پورې چې افغان طالبان د «ټيټيپي» خلاف پرېکنده اقدامات ونهکړي؛ نو پاکستان پرېکړه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې تر اوږدې مودې پورې تړلې وساتي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لړم ۲۶مه) په یوه راپور کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي پر پاکستان د خپلې اقتصادي تکیې کمولو وروسته ځان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په سوداګریزه برخه کې نږدې کړي. راپور وایي، طالبان غواړي په بشپړه توګه له پاکستان سره د افغانستان سوداګریز تړاو ختم کړي.
د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله پر اسلاماباد فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او هیله لري چې دغه فشارونه به «ګټوره پایله» ولري. ورته مهال د دواړو غاړو سوداګر وایي، چې د لارو بندښت زرګونه کارګر بېروزګاره کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران له لوري د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کوي.یاد وزارت ټینګار کړی، چې پاکستان د پولو د ترهګرو په اړه قوي دوسیه لري او د هېڅ منځګړیتوبکوونکي له ونډې به ډډه ونهکړي.
په راولپنډۍ کې د پاکستاني پولیسو مشر ویلي، چې د «غیر قانوني» افغانانو د پلټلو په موخه ددغه ښار په ګڼو کورونو، هټیو او هوټولو باندې عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۷۶ افغان کډوال نیول شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د نصیر اباد پولیسو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په نوتال سیمه کې نامعلومو کسانو د جعفر اېکسپریس د ریل پټلۍ په بمونو الوځولې ده.
د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، له پاکستان سره سوداګري کمه شوې، خوله ایران سره زياته شوې ده. د اړیکو له ترینګلیدو مخکې پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیت یو له مهمو لارو و.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون د افغانستان د تېر نظام د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زمان له قوله لیکلي، چې د سیمې راتلونکې په دې پورې تړلې ده چې د مرکزي او سوېلي اسیا هېوادونه د افغانستان له ننګونو سره څنګه چلند کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اردُن له پاچا دویم عبدالله سره په کتنه کې د پاکستان په ګاونډ کې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه هغه ته معلومات ورکړل. د پاکستان حکومت د دغو معلوماتو د ورکړې په اړه نور جزییات نهدي ورکړي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د شنبې په ورځ د وسلهوالو ځواکونو د درېیو برخو (پوځ، هوايي او بحري ځواک) اړوند مسودې لاسلیک کړې. د وسلهوالو ځواکونو اړوند لایحې یوه ورځ وړاندې د سنا له لارې تصویب شوې وې.
د پاکستان او طالبانو تر منځ له مخامخ وسلهوالې جګړې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ لفظي ناندریو زور اخیستی او یو بل په یوه ډول نه په یوه ډول ګواښي. تازه د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ویلي، له افغانستان څخه هر ډول یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.