ادریس زمان: د افغانستان د ننګونو مدیریت د سیمې له چلند سره تړاو لري

۴ ورځې مخکې

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون د افغانستان د تېر نظام د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زمان له قوله لیکلي، چې د سیمې راتلونکې په دې پورې تړلې ده چې د مرکزي او سوېلي اسیا هېوادونه د افغانستان له ننګونو سره څنګه چلند کوي.

دغه ورځپاڼه وايي، ادریس زمان د اسلام‌اباد د پالیسۍ څېړنیز انسټيټیوټ له لوري د «مارګله امنیتي ډيالوګ» په دوه ورځنۍ غونډه کې افغانستان د سیمې د ثبات محور وباله او زیاته یې کړه: «د سیمې راتلونکې د افغانستان له ننګونو سره د منځنۍ او سوېلي اسیا د چلند له څرنګوالي سره تړلې ده. سیمه‌ییزه سوله په افغانستان کې له ثبات پرته ناشونې ده.»

د هغه په باور، د جنایي شبکو او غېر دولتي وسله‌والو ډلو منفي اغېز «ستراتېژیک فلجوالی» رامنځته کړی دی.

د دغې ورځپاڼې په وینا، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د پاکستان د ملي امنیت پخواني سلاکار معید یوسف بیا وویل، سمدستي د پاکستان لپاره تر ټولو ستره ننګونه افغانستان دی.

هغه زیاته کړې: «د پاکستان پر وړاندې د کابل دریځ کې د نرموالي هېڅ نښې نښانې نه ښکاري.»

معید یوسف همداراز وړاندیز وکړ، چې پاکستان باید اقتصادي او امنیتي مسایل له یو بل څخه جلا کړي او د منځنیو قدرتونو په مرسته د افغانستان د ناورین پر حل تمرکز وکړي.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې او له څو وارې مخامخ جګړې وروسته له اوربند پرته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د سولې خبرو هم څه پایله ورنه‌کړه او لا هم یو بل ګواښي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلام‌اباد د پالیسۍ څېړنیز انسټيټیوټ د «مارګله امنیتي ډيالوګ» دوه ورځنۍ غونډه د «نړۍوال نظم راتلونکی، همکاري که تقابل» تر سرلیک لاندې له پاکستان سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو د پوهانو، ډيپلوماتانو او نورو څېړونکو په ګډون د نومبر پر ۱۱مه او ۱۲مه په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍوال نظم د بدلون، د امریکا او چین د سیالۍ او د افغانستان پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو