د پاکستان تازه پور؛ د اسیا پراختیايي بانک پاکستان ته دوه مېلیارده ډالر پور ورکوي

۲۱ ساعتونه مخکې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف کراچۍ ته د سفر پرمهال اعلان وکړ، چې د اسیا پراختیايي بانک اسلام‌اباد ته دوه مېلیارده ډالر نوی پور منظور کړی. نوموړي ویلي، چې دغه مرستې به د اوسپنې پټلۍ اړوند د لویو پروژو چارې لا چټکې کړي.

نوموړي د یاد سفر پرمهال د ښار د اوسپنې پټلۍ ستراتیژیکو پروژو ارزونه وکړه او د کراچۍ کېنټ سټیشن د نوې بڼې د پرانیستې په مراسمو کې یې وینا وکړه. هغه وویل، چې حکومت په اوسپنې پټلۍ کې د عصري بدلون پر لور حرکت کړی او نړۍوال مالي ملاتړ به دغه پلانونه نور هم پیاوړي کړي.

شهباز شریف اعلان وکړ:« اسیايي پراختیايي بانک پاکستان ته دوه مېلیارده ډالر پور منظور کړی، چې دا د نړۍوال باور څرګندونه ده. دغه پیسې به د هېواد د اقتصادي ثبات او زېربنايي پروژو لپاره کاروو.»

شهباز شریف د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د تهران ـ استانبول رېلوې روټ د بیا فعالېدو پلان هم روان دی او که دغه لار پرانیستل شي پاکستان اوسپنې پټلۍ به نوی اقتصادي اهمیت ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو