پاکستان د ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی وکړ

۳ ورځې مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران له لوري د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کوي.یاد وزارت ټینګار کړی، چې پاکستان د پولو د ترهګرو په اړه قوي دوسیه لري او د هېڅ منځګړیتوب‌کوونکي له ونډې به ډډه ونه‌کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ د ایران د وړاندیز په اړه چې غواړي د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره سیمه‌ییزه ناسته جوړه کړي، وویل: «ایران زموږ ورور هېواد او نږدې ملګری دی. پاکستان تل د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی دی. موږ د خپل ورور هېواد ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه مننه کوو.»

پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو پر پوله د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې ایران کولای شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي. هغه وویل: «عموماً هغه هېوادونه چې په یوه حقوقي یا سیاسي قضیه کې کمزوری دریځ لري، له منځګړیتوبه ناراضه وي. خو د افغانستان له خاورې سرچینه اخیستونکي ترورېزم په اړه د پاکستان دریځ ډېر قوي دی.»

په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، چې «یوه سیمه‌ییزه ناسته» به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره جوړه شي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. د مذاکرانو اړخونه ونه توانېدل چې د سرحدي ترورېزم د مخنیوي په اړه پر یوه ګډ میکانیزم سلا شي.

یادې خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته پیل شوې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر او د سیمې یو شمېر نورو مشرانو له دواړو غاړو وغوښتل، چې د خبرو له لارې خپلې شخړې هوارې کړي.

نور خبرونه

رادیو