د پاکستان پولیسو د عمران خان درې خویندې او د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي ونیول

۵ ساعتونه مخکې

پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان درې خویندې او د دغه ګوند لسګونه نور غړي د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د اسلام‌اباد په راولپنډۍ سیمه کې د «اډیاله» زندان شاوخوا ونیولې او د څو ساعتونو پرلت یې پای ته ورساوه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف ګوند غړو په راولپنډۍ کې وروسته له هغه پرلت وکړ، چې پولیسو زندان ته د دوی د تګ مخه ونیوله.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د عمران خان خویندې عليمه خان، نورین خان او عظیمه خان د زندان له دروازې بهر ونیول شوې.

د راولپنډۍ پولیسو رسنیو ته ویلي، د تحریک انصاف د بنسټ اېښودونکي خور علیمه خان او نور کسان له توقیف څخه خوشې شوي او له هغوی څخه غوښتل شوي، چې لاهور ته ولاړې شي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، هېچا ته اجازه ورنه کړل شوه چې له عمران خان سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک انصاف ګوند مشر په اډیاله زندان کې بندي دی. د عمران خان د کورنۍ او ګوند غړي په وار-وار د پاکستان د حکومت له خوا د سیاسي فعالیتونو پر مهال نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو