شهباز شریف له کابل او نوي ډيلي سره د تحولاتو په اړه د اردُن پاچا ته معلومات ورکړل

۴ ورځې مخکې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اردُن له پاچا دویم عبدالله سره په کتنه کې د پاکستان په ګاونډ کې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه هغه ته معلومات ورکړل. د پاکستان حکومت د دغو معلوماتو د ورکړې په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د اردُن پاچا دویم عبدالله د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته په یوه دوه ورځني سفر ورسېد. هغه د پاکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د اردُن پاچا د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره په جلا کتنه کې د پاکستان او اردُن ترمنځ د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ په سیمه‌ییزو او نړۍوالو پلیټفارمونو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډو همکاریو د پراخېدو ژمنه وکړه.

د پاکستان حکومت د خبرپاڼې له‌مخې، شهباز شریف په دې کتنه کې «د پاکستان په ګاونډ کې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه پاچا دویم عبدالله ته معلومات ورکړل.»

په خبرپاڼه کې د دغه معلوماتو د ورکړې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو د اردُن د پاچا له قوله ویل شوي، چې هغه د سیمې په ثبات او سوله کې د پاکستان مهم رول ستایلی دی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د روان کال په ترڅ کې لومړی له هند سره جګړه وکړه او بیا تر هغې وروسته له طالبانو سره ونښتل، خو د امریکا په وینا له هند سره اوربند وشو او د قطر او همداراز ترکیې په منځګړیتوب له طالبانو سره اوربند وشو، خو لا هم د دواړو هېوادونو د ستونزو د اساسي حل لپاره ۳ ځلي خبرو له اوربند پرته بله څه پایله نه ده ورکړې.

نور خبرونه

رادیو