د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د شنبې په ورځ د وسلهوالو ځواکونو د درېیو برخو (پوځ، هوايي او بحري ځواک) اړوند مسودې لاسلیک کړې. د وسلهوالو ځواکونو اړوند لایحې یوه ورځ وړاندې د سنا له لارې تصویب شوې وې.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پاکستان د پوځ، هوايي او سمندري ځواک د بدلون مسوده د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې تصویب کړه او اوس په قانون کې شامله شوه.
د پاکستان سنا د جمعې په ورځ د وسلهوالو ځواکونو د یادو درېیو څانګو اړوند مسودې د اکثریت رایو په منظورۍ تصویب کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ټولې مسودې په یوه ورځ د فدرالې کابینې او وروسته د ملي اسمبلۍ له خوا تصویب شوې.

