په راولپنډۍ کې د پاکستاني پولیسو مشر ویلي، چې د «غیر قانوني» افغانانو د پلټلو په موخه ددغه ښار په ګڼو کورونو، هټیو او هوټولو باندې عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۷۶ افغان کډوال نیول شوي دي.
د پاکستان اېکسپریس ټریبون ورځپاڼې د راولپڼدۍ د پولیسو د مشر سید خالد همداني له قوله ویلي، چې پولیسو په اسلام اباد کې تر چاودنې وروسته په کورونو، هټیو، هوټلونو، د بسونو او لاریو تمځایونو کې د پلټنې عملیاتو پرمهال ۷۶ «غیرقانوني» افغان کډوال نیولي دي.
سید خالد همداني ویلي:«د راولپنډۍ پولیس د شته ټولو سرچینو په کارولو سره د ښار د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره کار کوي او دا به په راتلونکي کې هم دوام ولري.»
د پلټنې یاد عملیات په ۱۳۷۵ کورونو، ۴۱۲ هټیو او ۱۱۲ هوټلونو کې شوې دي.
د پولیسو په وینا د پلټنې یاد عملیات یې د راولپڼدۍ په راوت، ګجرخان، چونترا، کهوټه، جتلي، رټا امرال، ګنج منډوي، وارث خان، باني، نیو ټاون، صادق اباد، نذیر اباد، سیول لاینز او نورو سیمو کې کړي دي.
پولیسو ویلي، چې د کور په کور پلټنو پر مهال یې غیرقانوني افغان کډوالو ته په کرایه د کور ورکولو په تور هم ۲۱ قضیې ثبت کړې دي.
د پاکستان حکومت وروسته له هغه په اسلام او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو بهیر چټک کړی، چې د تیرې سې شنبې په ورځ د اسلام اباد محکمې ته څېرمه چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکو په یاد برید کې د افغان وګړي د لاس لرلو ادعا هم کړې، خو په دې تړاو یې تراوسه رسنیو ته شواهد نه دي وړاندې کړي.

