روسیه وایي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو ده

۶ ساعتونه مخکې

اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر وایي، هېواد یې چمتو دی څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي. د روسیې سفیر د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، هېواد یې د سوېلي اسیا په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د هر ډول هڅې ملاتړ کوي.

سفیر البرټ خرف د سې شنبې په ورځ د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې په یوه غونډه کې وویل، چې د سوېلي اسیا هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ «ډېری وخت د بهرنیو حکومتونو له خوا هڅول کېږي.»
هغه زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې د پاکستان او هند ترمنځ او همدارنګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو په هواري کې منځګړیتوب وکړو.»
د روسیې د سفیر په وینا، مسکو او اسلام‌اباد د سیمې د امنیت په اړه ګډې اندېښنې لري، په ځانګړي توګه د افغانستان د وضعیت په اړه او روسیه د سولې د ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د هر ډول همکارۍ د دوام ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، تهران او مسکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د حلولو لپاره د منځګړیتوب هڅه کړې. تر دې مخکې ایران هم ویلي و، چې غواړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره ځانګړې سیمه ییزه ناسته ترسره کړي.
روسیه او ایران د پاکستان او طالبانو له دواړو خواوو سره نږدې امنیتي او سیاسي اړیکې لري. په دې وروستیو ورځو او د استانبول د ناستې له ناکامۍ وروسته طالب چاراوکو او پاکستان د کرښې په دواړو خواوو کې د رامنځته شویو جکړو او شخړو په تړاو ډېرې څرګندونې نه دي کړي.

نور خبرونه

رادیو