د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، له پاکستان سره سوداګري کمه شوې، خوله ایران سره زياته شوې ده. د اړیکو له ترینګلیدو مخکې پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیت یو له مهمو لارو و.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره سوداګري له یو نیم میلیارد ډالرو زیاته شوې؛ خو له پاکستان سره بیا شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د نوموړي په وینا، افغان سوداګر نور له انحصاره وتلي او له نورو لارو له نړۍوالو بازارونو سره وصل شوي او ورسره د تېر پرتله اوس سوداګري غوړېدلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو لهمخې، په تېرو ۶ میاشتو کې له ایران سره د یو میلیارد او ۶ سوه ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې، خو ډېره برخه یې واردات جوړوي.
د دوی په خبره په همدې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.
عبدالسلام جواد زیاته کړې: «له نورو لارو څخه په استفادې او د نورو هېوادونو د لارو د توکو په بیو کې تر پخوا کمښت راغلی او د اړتیا وړ توکو بیې کنټرول، صادرات او واردات په نورمال ډول جریان لري.»
طالبان په داسې مهال پر نورو بدیلو لارو فکر کوي، چې د افغانستان او پاکستان تر ترینګلتیا وروسته د دغې ډلې اقتصادي مرستیال ملا برادر ویلي، چې نور له پاکستان سره د سوداګرۍ چارې مخ ته نه وړي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت سوداګر له دغه هېواد سره د افغان سوداګرۍ بندېدل اندېښمن کړي او وايي که ستونزه حل نه شي په پاکستان کې به د خوراکي توکو بیې لوړي شي.

