د ټي‌ټي‌پي کشاله؛ پاکستان پرېکړه کړې چې تر اوږدې مودې به پر ډیورنډ لارې بندې وساتي

۲ ورځې مخکې

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، تر هغې پورې چې افغان طالبان د «ټي‌ټي‌پي» خلاف پرېکنده اقدامات ونه‌کړي؛ نو پاکستان پرېکړه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې تر اوږدې مودې پورې تړلې وساتي.

یادې ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې اسلام‌اباد په ښکاره ټکو طالبانو ته څرګنده کړې؛ تر هغې چې د افغانستان په خاوره کې د دوی ضد مخالفې ډلې فعالې وي، نو د لارو د پرانېستلو او د سوداګرۍ د پیل لپاره به هېڅ ډول اقدامات ونه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پر کابل واکمنو طالبانو پرېکړه کړې چې له پاکستان سره هر ډول سوداګريزې اړیکې ختمې کړي او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې؛ څو په یاد هېواد کې خپلې معاملې پاکې کړي. د لارو د بندښت له کبله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونه بار وړونکې موټرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د ټرانزیټ ترڅنګ یې سیمه‌ییزه سوداګري په بشپړه توګه فلج کړې ده.

اېکسپرېس ټرېبیون د یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي: «د انسان ژوند د سوداګریزو او اقتصادي ګټو څخه لوړ دی». هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد نه غواړي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کومه معامله وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ویاند طاهر حسین اندرابي هم تېره جمعه د خبري کنفرانس پر مهال په ښکاره ټکو وویل، تر هغې چې طالبان د دوی ضد وسله‌والو ډلو خلاف تضمین شوي اقدامات ونه‌کړي؛ هېڅ ډول سوداګري او اقتصادي تعامل به رامنځته نه‌شي.

دغه ورځپاڼه پر ډیورنډ کرښه د لارو بندښت د پاکستان په سیاست کې سټراټېژیک بدلون بولي او وایي، د طالبانو مشرانو ته روښانه شوې چې په دې تړاو ورسره هېڅ ډول خبرې نه کېږي. راپور کې ویل شوي، چې پاکستان اوس د سوداګرۍ پر ځای خپل امنیت ته لومړيتوب ورکړی.

نور خبرونه

رادیو