د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، د دوی معلومات ښيي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پولیسو څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. د امسو د مشر په وینا، د پاکستاني پولیسو له خوا دغه روان بهیر «پر بیان ازادۍ مستقیم ګوزار» دی.
یاد سازمان ټینګار کوي، چې خبریالي جرم نه، بلکې د خلکو غږ او د حقیقترسونې یوه بنسټیزه وسیله ده او هر ډول فشار، ګواښ او ناقانونه نیونې د دغه مسلک پر حیثیت او خوندیتوب منفي اغېز لري.
امسو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان له ځنډ پرته خوشې کړي او د هغو افغان خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته درناوی وکړي، چې له سختو شرایطو یې دغه هېواد ته پناه وړې ده.
دغه سازمان همداراز له اسلاماباده غواړي، چې د افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید لړۍ بېرته پرانیزي.د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان وای: «دا وضعیت چې له یوې خوا د ویزو تمدید ټولې لارې تړل شوي او له بلې خوا خلک نیول کېږي، ډېر د اندېښنې وړ دی.»
دغه بنسټ یو ځل بیا له نړۍوالو رسنیو، ملاتړو بنسټونو او مدني ټولنو غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت په برخه کې بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې وخت ناوخته خبریالان د نیونې، ګواښ او ان د شکنجې له پېښو سره مخ کېږي، چې د بیان ازادۍ وضعیت یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
څه موده مخکې په پکتیا ولایت کې د طالبانو پخواني امنیه قوماندان ویلي و، چې دوی غوښتل خبریالان ووژني، خو په وینا یې هغوی بهر ته وتښتیدل.

