



د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج له برید وروسته ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو تر شا له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ډلې ولاړې دي او ځایي خلک په دې پېښو کې ښکېل نهدي.
د خېبر پښتونخوا ایالت پولیس وایي، د پېښور ښار اړوند تهکال سیمه کې یې د جمعې په ورځ د واده هغه زلمی او د هغه ۱۱نور ملګري نیولي چې د خوښۍ مراسمو کې یې هوایي ډزې کولې. پولیسو دا اقدام وروسته له هغې کړی چې په خواله رسنیو کې د واده په مراسمو کې د هوایي ډزو ویډیوګانې لاس په لاس شوې.
د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان ویلي، چې په پاکستان کې هره پیښیدونکي مسله باید پر افغانستان تاوان نه شي، بلکې حقیقت دا دې چې پاکستان د مذهب په اور کې سوځي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د پاکستاني ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسلهوال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په کوهاټ او کرک ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴ وسلهوال وژلي دي. د کوهاټ په بازید خېلو کې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۳وسلهوال وژل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا یو شمېر سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو د هغوی د کاروبار او عادي خلکو پر ژوند سخت منفي اغېز کړی دی. هغوی له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان سره د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیزي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر پښتونخوا له امن جرګې وروسته د پښتون ژرغونې غورځنګ د غړو د نیول کېدو او تري تم کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د میلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.
د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دا د منلو نه ده چې افغان طالبان دې د افغانستان د ولس اصلي استازیتوب وکړي او نه هم ټيټيپي او پيټيای د پښتونخوا د خلکو نمایندګي کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه ډلې او تحریکونه د لوېدیځ جوړې شوې پروژې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، چې د پېښور امن جرګه کې د غورځنګ د استازو بې احترامي شوې او هغوی ته د وینا ورکولو اجازه نه ده ورکړل شوي. پشتین ویلي، د جرګې له تالار نه تر وتلو وروسته د غورځنګ د استازو ګرځند ټیلیفونونه بند دي او بیا هېڅ اړیکه ورسره نه ده شوې.
د خیبرپښتونخوا امن جرګې د ایالت د ټولو سیاسي ګوندونو په تایید سره په ۱۵ مادو کې د یادې جرګې اعلامیه خپره کړه. په یاده اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژر تر ژره د لارو پر پرانېستلو او د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالیسۍ جوړولو کې د ایالتي حکومت پر مشورې ټینګار شوی.
د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر جنید اکبر د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې ویلي، چې سیاسي ګوندونو د پاکستاني طالبانو په بېرته راګرځېدو کې لاس نه درلود، بلکې د پوځ او استخباراتو د مشرانو له خوا ورسره همکاري کېده.
د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس او د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی اسد قیصر وايي، د خیبر پښتونخوا اقتصادي اړیکې له افغانستان سره تړلې او د پاکستان حکومت او افغانستان باید ستونزې له ډیپلوماتیکو لارې اوارې کړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پېښور امن جرګه کې وویل، چې دوی تل د سولې خبره کوي، خو پر ځینو خلکو بده لګیږي. نوموړي وویل، چې له افغانستان سره په خبرو کې باید د پښتونخوا خلکو ته ونډه ورکړل شي ځکه د خیبر پښتونخوا، دین ژبه ، کلتور، ارزښتونه هرڅه له افغانستان سره ګډ دي.