د خېبر پښتونخوا ایالت پولیس وایي، د پېښور ښار اړوند تهکال سیمه کې یې د جمعې په ورځ د واده هغه زلمی او د هغه ۱۱نور ملګري نیولي چې د خوښۍ مراسمو کې یې هوایي ډزې کولې.
پولیسو دا اقدام وروسته له هغې کړی چې په خواله رسنیو کې د واده په مراسمو کې د هوایي ډزو ویډیوګانې لاس په لاس شوې.

