اېمل ولي خان: طالبان د افغانانو او ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو استازي نه دي

۷ ورځې مخکې

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دا د منلو نه ده چې افغان طالبان دې د افغانستان د ولس اصلي استازیتوب وکړي او نه هم ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو نمایندګي کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه ډلې او تحریکونه د لوېدیځ جوړې شوې پروژې دي.

اېمل ولي خان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې پراته ملتونه له یو بل سره توپير لري.

هغه زیاته کړې، چې لوېدیځ هڅه کوي دا ټوله سیمه په یوه «ژوندي دوزخ بدل کړي.»

نوموړي زیاته کړې: «د کرښې دواړو غاړو ته پراته ملتونه له یو بل‌ څخه ډېر توپير لري، دا یو حقیقت دی که یې څوک مني او که نه، دا ټول د لوېديځ پروژې دي تر څو دا ټوله سیمه په یوه ژوندي دوزخ بدل کړي.»

نور خبرونه

رادیو